سوریه وايي اسرائیلو په دمشق کې پوځي تاسیسات ویشتلي
د سوریې پوځ وایي، اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان له هوایي حریم څخه په استفادې راکټونه ویشتلي او د مشق ته څېرمه په یوه لیري پرته سیمه کې یې یو پوځي هدف په نښه کړی دی.
د سوریې دولتي ټلوېزیون کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو دا یې د اسرائیلو یو نوی یرغل بللی دی.
اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا تر یوې میاشتې په کمه موده کې د سوریې د ولسمشر بشاراسد د پوځ له لوري پر اسرائیلو دوهم تور دی چې لګوي یې.
اسرائیلو د سوریې په اووه کلنۍ کورنۍ جګړې کې څو ځلې په سوریې کې دننه هوایي حملې کړي دي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې یې د وسلو هغه مشکوک کاروانونه په نښه کړي چې په سوریې کې د لبنان د حزب الله ځواکونو د تجهیز لپاره لېږدول کېدلې.
د نن ورځې برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د ملګرو ملتونو د جنګي جنایاتو څېړونکو ویلي دوی د هغو راپورونو په اړه پلټني کوي چې ادعا کوي په سوریې کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د کیمیاوي وسلې بریدونه شوي دي.