په کوټه کې په وسله وال برید کې ۴ملېشه سرتېري وژل شوي
پولیس وایي، څلور سرحدي ساتونکي نن داسې مهال وژل شوي چې په ګزمه بوخت و.
د ملېشه ځواکونو یوه لوړ پوړي چارواکي دا خبر تایید کړی دی.
پاکستاني طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.
کوټه ښار چې د بلوچستان ایالت مرکز او له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري تر ډېره د فرقه یې شخړو، اسلامپالو تندلارو د بریدونو او د بېلتون پالنې شخړو شاهد دی چې له ۲۰۰۴ کال راهیسي هلته زرګونه کسان وژل شوي دي.