راپورونه: غزه کې د اسرائیل د پوځ په بریدونو کې ۲ فلسطینیان وژل شوي
له دې یوه ورځ مخکې په پوله په یوې چاودنه کې څلور اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي وو.
په غزه کې روغتیایي چارواکو نن یکشنبه وویل چې د دوو ۱۷ کلونو فلسطینیانو چې د رافا په ختیځ کې د اسرائیل د ټانک د ډزو په نتیجه کې وژل شوي وو، مړي یې وروړل شوي دي.
د اسرائیل پوځ وویل، ځواکونو یې د هغو فلسطینیانو په وړاندې چې په مشکوک ډول د پولې امنیتي موانعو ته را وړاندې کېدل، د خبرداري ډزې وکړې.
اسرائیل دغه راز د خپلو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته تېره شپه په غزه کې د حماس د سخت دریځو پراهدافو هوایي بمباري وکړه.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې د مونش په امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی، وویل چې له غزې سره پر پوله دغه پېښه ډېره جدي ده چې دوی به هم ورته مناسب ځواب ووایي.