د کندز پولیسو ۷ کسان د بېلابېلو قضیو په تړاو نیولي
د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د وسلهوالو غلاوو، شوکو او د خلکو د ټپي کولو په تورونو بندیان دي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر څېړنې لاندې دي او له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي.