چارواکي: له وسله والو سره په نښتو کې ۹ پولیس وژل شوي
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وویل چې تېره شپه د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ او د فراه ښار ته نېږدې پر دوو امنیتي پوستو وسله والو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۸ پولیس ووژل شول.
ښاغلي مهري دغه راز وویل چې په دغه حمله او نښتو کې چې تر نن سهار پورې یې دوام وکړ، ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
بله پېښه په پروان ولایت کې شوې ده.
د پروان د والي ویاند قیس قادري ویلي چې یو پولیس افسر د دوو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
د هغه په وینا، دواړه برید کوونکي وژل شوي او د پېښې په تړاو پنځه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د دواړو حملو مسؤلیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په فراه ولایت کې وسله وال طالبان ډېر فعال دي.