کوچیان د پاکستان له خوا د پولې د بندېدو له امله له لوږې سره مخ دي
دا خبره د قحطۍ په وړاندې د مبارزې په نوم د یوې فرانسوۍ مرستندویې ټولنې مشرې کینګا کوموروسکا روېټرز خبري اژانس ته کړې او ويلي یې دي چې د یوې وروستۍ څېړنې له مخې چې یوې جرمنۍ خیریه موسسې ترسره کړې، شااوخوا دوه سوه زره افغان کوچیان په خوست ولایت کې په سخت ژمي کې بند پاتې دي، ځکه پاکستان ورته اجازه نه ورکوي چې له خپلو رمو سره له پولې واوړي او خپلو ژمنیو څړځایونو ته ولاړ شي.
کوموروسکا وویل چې له دوو مرستندویو ټولنو څخه یې د دغو کوچیانو لپاره چې په دوو اونیو کې یې خوراکي مواد پای ته رسېږي، د مرستې غوښتنه کړې وه، خو هغوی رد کړې او که ورسره مرسته ونشي، ښایي د افغانستان کوچیان چې له پېړیو راهیسې یې په دې هېواد کې په ځانګړې بڼه ژوند کړی، د ورکېدو له خطر سره مخ شي.
د هغې په وینا، دغو کوچیانو د دې لپاره چې خپل ژوند وژغوري، په وروستیو کې په ارزانه د خپلو پسونو او بزو پلورلو ته مخه کړې ده.