د سویډن د ستکهلم د حملې تورن نن محکمې ته حاضر شو
ازبکستانی ۳۹ کلن رحمت اقلیوف چې په سویډن کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د تېر کال د اپرېل په اوومه د ستکهلم د مرکزي برخې په یوه ګڼه ګوڼي واټ کې د یوې لارۍ په ذریعه پنځه تنه وژلي او لس تنه ټپیان کړي و.
نوموړي چې پر دغې حملې اعتراف کړی وویل چې ده غوښتل چې سویډن د جګړې هغو ډګرونو ته د سرتېرو استول پای ته ورسوي چې هلته د اسلامي دولت ډلې په وړاندې حملې کېږي.
د سویډن شااوخوا ۷۰ پوځیان د عراق په شمالي برخه کې دېره دي او د داعش په وړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې تر ډېره په روزنه کې برخه لري.
نوموړی چې پر ترهګرۍ تورن دی، څارنوالانو ورته د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده.
پخواني معلومات
ټاکل شوې چې د سویډن د پلازمېنې ستکهلم د خونړۍ حملې تورن نن سې شنبه په محکمه کې خبرې وکړي.
ازبکستانی ۳۹ کلن رحمت اقلیوف چې په سویډن کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د تېر کال د اپرېل په اوومه د استکهلم د مرکزي برخې په یوه ګڼه ګوڼي واټ کې د یوې لارۍ په ذریعه پنځه تنه وژلي او ۱۰ تنه ټپیان کړي وو.
نوموړی چې پر ترهګرۍ تورن شوی، اعترافیې کړی چې دغه حمله ده ترسره کړې ده.
څارنوالانو هغه ته د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده.