د سېنېټ الېکشن کې د مسلم لیګ (ن) پر کاندیدانو محدودیتونه
د پاکستان یو شمېر ګوندونو د اتنخاباتو د کمیسیون پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د مسلم لیګ ن ګوند د سینیټ لپاره امیدواران به په ازاد حیثیت برخه اخلي، د ګوند تر بیرغ لاندې ځکه برخه نشي اخیستی چې د ګوند مشر یې نواز شریف د سپریم کورټ لخوا نا هله اعلان شوی او د هغه لخوا ټاکل شوي امیدواران نه شي منل کېدای.