افغان فوټبال لوبډله د یوې دوستانه سیالۍ لپاره تاجکستان ته تللې
د افغانستان دفوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل لوبډله به د څلور ورځو تمرین چانس ولري او د حمل د میاشتې په اوومه نېټه به د کمبودیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي.
نوموړی وايي، په تاجکستان کې د دغې سیالۍ کوربه توب د افغانستان د فوټبال فدراسیون کوي او دا سیالۍد ۲۰۱۹ مېلادي کال د اسیا جام لپاره د مقدماتي سیالیو په لړ کې تر سره کېږي.