زرګونه روسانو پرون یکشنبه مسکو ته نېږدې لاریون وکړ
هغوي همداراز دسیمې د والي، اندرې وربویف د برطرفۍ غوښتنه کوله.
اعتراض کونکي پرون یکشنبه ولوکولامسک ښار په مرکز کې را غونډ شوي وو او نارې یې وهلې چې د کثافاتو سیمه باید بنده شي.
راپورونه وايي، د مارچ په ۱۲ مه زیات شمېر ماشومان په ولوکولامسک ښار کې چې لږترلږه ۲۰ زره اوسېدونکي لري، د زړه بدۍ او ګنګسیت له امله په روغتون کې بستر شوي وو.
د دې سبب په سیمه کې د کثافاتو له امبارونو خپرېدونکي مضر ګازونه بلل شوي دي.