پر سوریې د توغندیزو حملو په اړه روسیې ته د ټرمپ خبرداری
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، ته بايد په ګازو د وژونکي حيوان ملګرتيا ونه کړې چې خپل خلک وژني او له دې کاره خوند اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ولسمشر ویلادیمير پوتین وياند له امریکا وغوښتل چې په سوریه کې د توغنديو حملې نه کوي.
دیميتري پيسکوف وويل چې داسي حملې ښايي په منځني ختيځ کې بې ثباتي رامنځته کړي.
د کرېملېن وياند نن همداراز د نورو روسي چارواکو له هغو خبرو سره په همغږي څرګنده کړه چې امریکا ته یې خبرداری ورکړی چې د سوريې په دوما کې دې د کيمیاوي حملو په عکس العمل کې د سوريې پر حکومتي ځواکونو هوايي حملې نه کوي.
امريکا او يو شمېر متحدان يې پر دې غور کوي چې ایا د کيمیاوي حملو په عکس العمل کې پر سوریه حملې وکړي که نه.
طبي ادارو ويلي چې د اپرېل په اوومه په دوما کې کيماوي حملې ګڼ شمېر کسان ووژل.