چنای سوپر کېنګز کرکټ لوبډلې د کلکتې کنګ نایټ رایډرز ته ماته ورکړه
په دغې لوبه کې د کلکتې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټولو ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په زیان سره، مقابلې لوبډلې ته ۲۰۳ منډې هدف وټاکه.
د کلکتې په منډه جوړوونکو کې وېسټ انډیزي انډر رسلز تر نورو ډېرې په ۳۶ توپونو ۸۸، ټاپا ۲۹ او کارتک ۲۶ منډې وکړې.
په ځواب کې یې د چنای سوپر کېنګز لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۲۰ اوور کې پوره او یاده سیالۍ يې وګټله.
د دغو سیالیو په بله لوبه کې چې د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږ بجې پیلېږي، راجستان رایلز د ډېلي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.