ټرمپ: پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به وځنډېږي
ډونالد ټرمپ دا خبره نن پر خپل ټویټر کړې ده.
نوموړي ویلي دي د ده تر مشرۍ لاندې د امریکا ادارې له داعش د سیمې د پاکولو لپاره لوی کار کړی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې پوښتنه کړې ده چې د دې کار لپاره له امریکا څخه مننه کومه ده؟
ډونالد ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې لوېدیځ مشران په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په عکس العمل کې پر دغه هېواد د هوايي برید لپاره چمتووالی نیسي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ساراسندرز پرون وویل د امریکا د ملي امنیت ډلو پر ټولو انتخابونو غور کړی دی.
سوريه او متحد يې مسکو دا ردوي چې ګواکې په سوریه کې کیمیاوي وسله استعمال شوې ده او خبرداری ورکوي چې د سوريي پر ضد هر ډول پوځي اقدام به خرابې پایلې ولري.