په بلخ ولایت کې هم د سولې غوښتنې خیمه ودرول شوه
دا د سولې غوښتنې خیمه په مزار شریف کې په حضرت علي کرمالله وجهه پورې منسوبه روضه کې درول شوې ده.
د بلخ د ادبي تحریک مسؤل ذبیحالله احساس وویل چې د تحصن د دې خیمې د درولو هدف په افغانستان کې د امنیت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه ده.
د مزار شریف د تحصن ګډونوالو پر پاکستان تور پورې کړ چې د ځانوژونکو او نورو بریدونو له لارې د افغانانو د وژلو مسؤل دی.
د کابل په ګډون د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې فعالانو او ځوانانو ورته خیمې وهلې دي.