روسيې او ایران پر سوريې د امریکا هوايي برید غندلی
د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین نن شنبه وویل، دا برید د یوه داسې هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.
پوتین ویلي دي چې مسکو به د دې مسئلې د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا بېړنۍ غونډه راوبولي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر سوريې د امریکا او متحدانو هوايي حمله یو جرم بللی او ویلي يې دي چې دې برید هېڅ اهداف نه دي ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر بېګاه له سپینې ماڼۍ څخه پر سوريې د هوايي بریدونو اعلان وکړ.
ولسمشر ټرمپ او د امریکا متحدان وايي، دا حمله په سوریه کې د کیمیاوي ګاز د برید په عکس العمل کې شوی دی.
امریکا او لوېدیځ متحدان يې وايي، زیات احتمال شته چې د سوريې حکومت په دوما ښار کې کیمیاوي ګاز استعمال کړي وي.
د سوريي حکومت او روسیه بیا دا ادعا بې بنسټه بولي.