عربلیګ: سوریه کې دې د کیمیاوي وسلې استعمال وپلټل شي
عربي ټولنې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د استعمال په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده او په عرب هېوادونو کې يې د هغه څه چې د ایران لاسوهنه بلل شوې ده، غندنه وکړه.
عرب مشران پرون یکشنبې په سعودي عربستان کې یوه ورځ وروسته تر هغې راغونډ شول چې امریکا، فرانسې او بریتانيې په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په عکسالعمل کې پر دغه هېواد هوايي او راکټي بریدونه وکړل.
عربلیګ په خپله اعلامیه کې پر ایران د لا نورو بندیزونو او له یمن او سوريې څخه يې د ایراني ملېشو د وتلو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي د عرب هېوادونوغندنه پرعربي ټولنه د سعودي عربستان د فشار نتیحه ده.