پاکستاني چارواکي: وسله والو په کوټه کې دوه مسیحیان په ډزو ووژل
پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو پرون یکشنبې په کوټه کې دوه مسیحیان په ډزو ووژل.
د سیمې د پولیسو یوه افسر عطا الله شاه وویل، پر موټر سایکل سپرو وسله والو دا دوه کسان هغه مهال ووژل کله چې هغوی کور ته پر لاره وو.
په ډزو کې اته نور مسیحیان ژوبل شوي دي.
د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.
تر دې پیښې څو اوونۍ وړاندې هم په ورته برید کې چې داعش ډلې يې مسؤلیت پر غاړه واخېست، څلور مسیحیان وژل شوي وو.
مسیحیان د پاکستان د ۲۰۰ میلیوني نفوس څه کم دوه په سلو کې برخه جوړوي.