د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: قزاقستان دې رسنۍ نه ځوروي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د قزاقستان چارواکو ته ویلي چې د خبریالانو او رسنیو له ځورونې دې لاس په سر شي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې په نیویارک کې دی؛ په خپله وروستۍ اعلامیه کې ټینګار کړی چې قزاقستان باید د ارټل ویبپاڼې او فوربس مجلې له ګواښولو او ځورولو لاس واخلي.
پولیسو په الماتې ښار کې د روانې اپریل میاشتې په دوهمه د دغو دوو رسنیو په دفترونو یرغل ور وړ؛ کمپیوټر او اسناد یې ور ضبط کړل او د خبریالانو کورونه یې هم تلاشي کړل.