پاکستاني چارواکي: وسلهوالو په کوټه کې ۲ مسیحیان په ډزو ووژل
پاکستاني چارواکي وايي، وسلهوالو پرون یکشنبه په کوټه کې دوه مسیحیان په ډزو ووژل.
د سیمې د پولیسو یوه افسر عطاالله شاه وویل، پر موټرسایکل سپرو وسلهوالو دا دوه کسان هغه مهال ووژل، کله چې هغوی کور ته پر لاره وو.
په ډزو کې اته نور مسیحیان ژوبل شوي دي.
د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.
تر دې پېښې څو اوونۍ وړاندې هم په ورته برید کې چې داعش ډلې يې مسؤلیت پر غاړه واخیست، څلور مسیحیان وژل شوي وو.
مسیحیان د پاکستان د ۲۰۰ میلیوني نفوس څه کم دوه په ۱۰۰ کې برخه جوړوي.