د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي د کابل برید وغانده
![د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي د کابل برید وغانده](https://gdb.rferl.org/A15CA638-CBB0-4B47-B938-1B4BDF0FF053_cx69_cy12_cw31_w800_h450.jpg)
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي په کابل کې د یکشنبې ورځې خونړی برید په کلکه وغانده.
يوسف بن أحمد العثيمين «Yousef Bin Ahmad Al- Othaimeen» په یوې اعلامیې کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي:
"هغه کسان چې دا ډول بریدونه کوي او ملاتړي یې یو ځای اصلاً د مسلمانانو تر منځ ځای نهلري."
د یکشنبې د ورځې په برید کې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې وشو ، تر ۶۰ډېر کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول.
داعش وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسؤلیت منلی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي په اعلامیه کې له افغانستانه د دغه سازمان د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.