د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون واشنګټن ته ورسېد
![د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون واشنګټن ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/584E447F-C94E-4504-9BA3-8BD0839CEAC6_w800_h450.jpg)
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.
ټاکل شوې نوموړی پهدې درې ورځني سفر کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران د اټمي تړون په اړه د اختلافاتو په ګډون پر ځینو مهمو مسایلو وغږېږي.
مکرون د یکشنبې په ورځ له امریکا فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا به ښه وي چې د ایران د لغوه کولو پر ځای د ایران تړون وژغورل شي، ځکه هغه بل بدیل یا «بي» پلان نهلري.
د فرانسې ولسمشر دغهراز هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې پر فولادو له ګمرکي تعرفو څخه اروپایي هېوادونه معاف کړي.
ټرمپ پهدې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ د کسر د کمولو په ترڅ کې د فولادو په ګډون پر یو شمېر وارادتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي دي.
په پام کې ده چې دواړه مشران به د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړي.