د کاناډا پولیس وایي یوه موټر پر پلې لار ۱۰تنه ووژل او ۱۵ یې ټپیان کړل
د کاناډا پولیس وایي، په ټورنټو ښار کې یو موټر پیاده رو ته ننوتلی، لس کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکو د اوس لپاره په پېښه کې د ترورېزم احتمال رد کړی دی.
د عامه مصؤنیت وزیر رالف ګودال تېره شپه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، ښکاري چې د ټورانټو د شمال په یوه څلور لاره کې دا بوږنوونکې پېښه د کاناډا د ملي امنیت له مسئلې سره ارتباط نهلري.
حکومت هم د تروریستي حملو ځانګړی خبرداری نهدی ورکړی.
پولیسو د ټرک ډریور ۲۵ کلن الکس میناسیان معرفي کړی او ویلي یې دي چې هغه اوس مهال په توقیف کې دی.
امنیتي چارواکي وايي، میناسیان د ټورانټو دی او له پولیسو سره کومه جرمي سابقه نهلري.
یوه عیني شاهد ویلي، یوه سپینه لارۍ ډوله موټر یې ولیده چې پیاده رو ته پورته شو او خلک یې لاندې کړل او بل ویلي دي چې له پېښې وروسته یې ټپي خلک ولیدل چې پر سړک پراته وه.
د راپورونو له مخې په یوه روغتون کې د پنځو بستر شوېو کسانو حالت نازک دی.
د پېښې له ځایه تقریباً ۳۰ کیلومتره لېرې د ټورانټو په یوه بله سیمه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو جي اووه د بهرنیوچارو د وزیرانو غونډه روانه وه.
پخواني معلومات
د کاناډا پولیس وایي، په ټورنټو ښار کې یو موټر «پیاده رو» ته ننوتلی او یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.
دا پېښه تېره ورځ د یانګ او فینچ سړکونو د تقاطع په سیمه کې شوې ده او د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۰ تنه یې ټپیان کړل.
د ټورنټو د پولیسو یوه ویاند سیمهییزو رسنیو ته ویلي چې د ټپیانو شمېره لا هم تر اوسه کره نهده.
سیمهییزو رسنیو ویلي چې وروسته موټر چلوونکی نیول شوی، خو د هغه په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
یوه عیني شاهد ویلي، یوه سپینه لارۍ ډوله موټر یې لیدلی چې پیاده رو ته پورته شو او خلک یې لاندې کړل.
د پېښې ځای ته نېژدې د میټرو تمځای بند شوی دی.
د دې پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نهدي ویل شوي.