چارواکي: په غزني کې ۴ پولیس او ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي
![چارواکي: په غزني کې ۴ پولیس او ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/7C19162A-C9D3-4B41-9005-5F4AD4439659_cx22_cy19_cw78_w800_h450.jpg)
د غزني ولایت سیمهییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په جغتو او قرهباغ ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښتو کې ۴ سیمهییز پولیس او ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شااوخوا ۲ بجې د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې د سیمهییز پولیسو پر امنیتي پوستو کړي چې وروسته د دواړو خوا ترمنځ نښته رامنځته شوې چې یادې نښتې د سهار تر شااوخوا پنځو بجو پورې دوام وکړ.
د والي ویاند وايي چې په دغه نښته کې ۳ پولیس او ۳ وسلهوال طالبان هم ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي چې د وسلهوالو طالبانو تلفات له دې نور هم زیات دي ځکه د ده په خبره چې افغان سرتېرو د وسلهوالو طالبانو دغه ډلهییز بریدونه په شا تمبولي او د وسلهوالو طالبانو ګڼ شمېر مهمات هم د جګړې په سیمه کې پاتې شوي.
ښاغلی نوري دغهراز زیاتوي چې په همدې شپه شااوخوا ۲ بجې وسلهوالو طالبانو
د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په اهن سیمه کې د پولیسو پر مېشتو امنیتي
پوستو بریدونه کړي چې پر مهالیې ۲ وسلهوال طالبان وژل شوي او یو بل هم ټپي
شوی دی.
نوموړی وايي چې د قرهباغ ولسوالۍ په نښته کې افغان سرتېرو ته زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.