خوست کې د غړومبۍ فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېده
د خوست د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ يوه میاشت وړاندې پېل شوې وې.
د دغو سیالیو په پای لوبه کې د غړومبۍ ځوانانو لوبډلې د ګلزار فوټبال لوبډلې ته «۲ د ۰» په وړاندې ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې پهخپل نوم کړه.