عالمیار: د ډنډپټان لار دې په یوه رسمي ټرانزیټي لار بدله شي
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین له افغان حکومته غواړي چې له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزه لار دې په یوې رسمي ټرانزیټي لار بدله شي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ له دغې لارې لسګونه موتړ سوداګرېز توکي انتقالوي.
دی وایي:
"دغه لار باید په یوې ټرانزیټي لار بدله شي، چارواکي وايي چې دغه لار رسمي نه ده، څه موده مخکې ولسمشر هم راغلی و او ویلي یې دي چې د دغې لارې ستونزه باید حل شي. "
دا په داسې حال کې ده چې د ډنډ پټان لار دوه ورځې مخکې د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه.
له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزه لاره وخت ناوخته د پاکستان له خوا د شخړو له امله د افغان سوداګرو پرمخ تړل کېږي.
له دغې لارې افغان سوداګر د ورځې څه باندې سل موتړه سوداګریز توکي د پولې هغه لور ته انتقالوي.