چارواکي: په ارزګان کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو پېښو پرمهال، دوه پولیس سرتېري او درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دوی وایي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو تر منځ په خپلمنځي نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.
د چورې امنیه قوماندان میرویس نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دوو پولیسو په دغه ولسوالۍ کې لومړی لفظي شخړه او وروسته جګړه کړې چې یو تن یې وژل شوی او بل یې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
میرویس وایي، نیول شوی پولیس تر څېړونو لاندې دی.
بل خوا د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د اروزګان او کندهار ترمنځ د لویې لارې پر یوې امنیتي پوستې د برید پرمهال یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغې سرچینې ویلي چې وژل شوی او ټپي پولیس روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ارزګان امینتي مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او ناخبري ښيي.
همدارنګه د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو څلورمې لوا ازادي راډيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکز ترینکوټ په بېلابېلو سیمو کې د ځمکنیو او توپچي بریدونو پرمهال دری طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاڼیز عملیات د تالاني، یکلینګي او کبوترخانې په سیمو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تردې مهاله رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.