په ننګرهار کې د نشه يي موادو د پلور او قاچاق په تور ۴۷تنه نیول شوي
د ننګرهار پولیسو په تېره یوه میاشت کې په ۳۳ پېښو کې ۴۷ کسان د نشه يي موادو په تور نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د روان شمسې کال د حمل په میاشت کې ۴۷ کسان د ۷۰۰ کېلو ګرامو تاریاکو، ۳۱۶۶ کېلو ګرامو چرسو او لسګونو کېلو ګرامو کېمیاوي موادو په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ تنو يې نشه مواد په پرچون ډول خرڅول او نورو ۳۷ تنو یې بیا په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي موادو قاچاق کاوه.