له کابل ښار نه ۳۹۰ معتادین د درملنې مرکز ته ولېږدول شول
د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نېږدې ۴۰۰ معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول.
د کابل امنیه قوماندان داود آمین د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې پولیسو د نشه يي موادو په برخه کې د همکارو ادارو په ملګرتوب ۳۹۰ تنه معتادین د پل سوخته، کابل شپږمې امنیتې حوزې او سرای شمالي له غونډۍ څخه را ټول او درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته یووړل.
د معتادینو را ټولولو پروګرام چې په روان کال کې پیل شوی، په څلورو پړاوونو کې یې نېږدې زر تنه معتادین د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه را ټول او درمنلې مرکزونو ته استولي دي.
ښاغلی امین وايي چې د معتادینو د را ټولولو ترڅنګ د پرچون خرڅوونکو نیول هم روان دي او هڅه کوي چې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه ونیسي.