د خوست دیني عالمان: رسنۍ د قومونو او ولسونو د وصل وسیله ده
د خوست دیني عالمان او قومي مشران پر رسنیو او خبریالانو بریدونه ناکام عمل بولي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب او هغوی ته د کاري چاپېریال په برابرولو کې همکاري وکړي.
دوی چې نن د شنبې په ورځ په خوست، کابل او کندهار کې د وژل شویو خبریالانو د فاتحې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، زیاتوله چې رسنۍ او خبریالان د ولایتونو او هېوادونو په کچه د ولسونو او بېلابېلو قومونو د وصل وسیله ده.
دوی وویل، خبریالان د ټولنې د ټولو افرادو غږ اوچتوي او په خبره یې چې ژورنالیستان هغه خلک دي چې د غریبو، مسکینو، پوځي، ملکي، دولتي او ولسي، د مخالفو او موافقو، د ټولو اواز پورته کوي.
د فاتحې په مراسمو کې د خوست ګڼو دیني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او ځايي اوسېدونکو برخه واخیسته.
په دې مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، که مخالف خلک داسې فکر وکړي چې موږ به په کابل، کندهار او خوست کې د خبریالانو په وژنه د حق ژبه غلې کړو، هغوی تېروتنه کوي، ځکه دې ولس د تاریخ په اوږدو کې دا قربانۍ ورکړې دي.
په افغانستان کې پر خبریالانو وروستیو بریدونو په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي او په دې برخه کې فعالو بنسټونو په نړۍ کې ټولو انسانانو ته د بیان د ازادۍ پر حق او خوندیتوب ټېنګار کړی دی.