د بغلان والي تأییدوي چې طالبانو د تاله و برفک ولسوالۍ نیولې
د دې ولایت والي عبد الحی نعمتي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، تاله و برفک دا شېبه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
ښاغلي نعمتي وویل، د ولسوالۍ له امنیتي مقاماتو سره تماس پرې شوی او د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې په اړه هم کره معلومات نهلري.
د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ چې د دې ولایت له دوشي ولسوالۍ او سمنګان او بامیان ولایتونو سره پر پوله پرته ده، ستراتېژیک موقعیت لري.