رستمي: کاپیسا کې ۲۳ شنې خونې او د پیازو او کچالو ۳۲ ذخیرې جوړې شوې
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه شنې خونې د څه باندې ۱۰میلیونه او پر ذخیرو ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
ښاغلی رستمي وايي چې دغه پروژې د کاپیسا په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړی وايي چې سړې خونې کولای شي چې د سبزیجاتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.