ولسمشر غني د ثور ۳ مه اوونۍ د صنعت د اوونۍ په نوم یاده کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې اوونۍ کې تر ډېره د صنعت په برخه کې د لاسته راوړونو او پانګونې په اړه کار کېږي.
دی وايي:
"موږ په تېر یوکال کې له کورنیو تولیدات د ملاتړ او پانګې په هدف، له ۲۶ زیات طرزالعملونه او قوانین جوړ کړل او یا غور مو پرې وکړ، اوس مهال زموږ ۴۰ ډوله تولیدي توکي په ځان بسیا شوي زموږ صادرات ۸۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي."
نوموړی وايي چې له کورنیو تولیدي توکو څخه د خلکو ملاتړ زیات شوی او په روان لمزیز کال کې به د صنعت او پانګونې په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ولرو.