دمیتري ميدويدېف د روسیې د صدراعظم په توګه تأیید شو
د استازو ۳۷۴ غړو د ۵۶ رأیو په مقابل ډمیټري ميدويدېف ته رأیه ورکړه.
ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د بلې ریاستي دورې له پیلولو څو ساعته وروسته د صدراعظم په توګه د ميدويدېف د کار د دوام غوښتنه وکړه.
د روسيې په پارلمان کې د متحده روسيې ګوند چې ۵۲ کلن دمیتري ميدويدېف يې مشري کوي، اکثریت لري.
د روسيې د اساسي قانون له مخې د نوې ریاستي دورې په پیل سره حکومت باید استعفا ورکړي او نوی حکومت جوړېږي.