چارواکي: طالبانو د ارزګان ــ کندهار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند امان الله خوش دل نن چهارشنبه ماسپښین مهال ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو د ارزګان ــ کندهار دغه لویه لار د کندهار په مربوطاتو کې د اردو بلاغ په سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
نوموړی وايي چې په یاده سیمه کې تېره ورځ د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ هم نښته رامنځته شوې چې پکې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.
هڅه مو وکړه چې په دي اړه د کندهار د امنیې قوماندانۍ او د ولایت مقام له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نه شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.