په کابل کې د نجونو د فوټسال مقدماتي سیالۍ پیل شوې
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ تېره ورځ د کابل د فوټسال د نجونو د اتو ټيمونو ترمنځ د فوټبال په جمنازیوم کې پیل شوې.
ښاغلي شاداب د دغو سیالیو هدف د کابل د نجونو د فوټسال د لوبدلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړل.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د اینده سازان تیم میهن ۸/۱ ماتې ورکړه او دغه راز توانا تیم ۴/۱ استقلال ته لوبه وبایلله.
دغه سیالۍ هره ورځ په کابل کې د دوو لوبډلو ترمنځ کېږي.