په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې د لویې غونډې لپاره تیاری روان دی
د پاکستان د امنیتي ځواکونو د فشارونو او خنډونو سره سره په کراچۍ ښارکې د پښتون ژغورنۍ د لویې غونډې لپاره تیاری روان دی.
د هغو ویډیویي تصویرونو له مخې چې د دې غونډې تنظیمونکو د ټولنیزو شبکو له لارې خپاره کړي، لیدل کېږي چې زرګونه کسان د غونډې ځای ته د تلو په حال کې دي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین چې هڅه یې کوله له اسلام آباده د الوتکې له لارې کراچۍ ته لاړشي، لږترلږه دوو هوایي شرکتونو یې ټکټونه د نامعلومو د لایلو له امله لغوه کړي دي.
د راپورونو له مخې نوموړی اوس د ځمکې له لارې دې غونډې ته په لاره دی خو د لارې په اوږدو کې له ډېرو خنډونو سره مخ دی.
په کراچۍ ښارکې د دې غونډې تنظیمونکو ویلي چې دا غونډه به ترهغو روانه وي چې پښتین ور رسېدلی نه وي.