اندونیزیا: د یوې کورنۍ شپږو غړو د کلیساو په حملو کې لاس درلود
د اندونیزیا پولیس وایي، د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږو غړو د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساو کې په انتحاري حملو کې لاس درلود چې د شپږو واړو په ګډون، لږترلږه ۱۳ تنه پکې ووژل شول او لږترلږه ۴۱ تنه نور ټپیان شول.
د دغو حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخیست.
د ختیځې جاوا د پولیسو ویندوی فرانس بارونګ منګیلا نن د اندونیزیا (ټي وي ون) ټلویزیوني شبکې ته وویل، په درېیو کلیساو بریدونه وشول چې عاملین یې وپېژندل شول.
هغه همداراز وویل چې په ښار کې پولیسو په یوه بله کلیسا کې ایښودل شوی بم شنډ کړ.
دا په اندونیزیا کې پرکلیساو ترټولو خونړۍ حملې دي چې کېږي او مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډله یا داعش په غاړه اخلي.