د ننګرهار والي ګلاب منګل استعفا ورکړې
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ننګرهار د والي ګلاب منګل د استعفا د خبر د تأیید ترڅنګ ويلي چې هغه د شخصي دلایلو له امله خپله استعفا وړاندې کړې، خو په دې اړه چې ایا د هغه استعفا منل شوې که نه؟ څه نه دي ویل شوي.
ګلاب منګل څه کم دوه کاله د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.
په دې اړه چې د هغه استعفا په جلال اباد کې له ننني برید یا په ننګرهار کې له امنیتي وضعیت سره چې په دې وروستیو کې خراب شوی، تړاو لري کنه؟ هم څه نه دي ویل شوي.