پوتین له مکرون سره د ایران د اټمي موافقې په اړه ټيليفوني خبرې کړي
![پوتین له مکرون سره د ایران د اټمي موافقې په اړه ټيليفوني خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/E0C51A16-EDDB-4BC6-B36C-01C45D73EBAF_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبه د ایران او نړیوالو د اټمي موافقې په اړه د فرانسې له جمهور رئیس سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
کرملين ویلي چې دواړو مشرانو په خپلو کې له ایران سره اټمي موافقې ته پر تعهد ټینګار کړی دی.
خو د روسیې خبري اژانس انټرفاکس ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې د روسي او بهرنیو کارپوهانو په غونډه کې ویلي چې که چېرې ایران مذاکرو ته حاضر نه شي، د اټمي موافقې خوندي ساتل به ګرانه خبره وي.