پوتین د ایران له اټمي تړون څخه د امریکا پر وتلو انتقاد وکړ
د روسيې ولسمشر ویلاديمير پوتين د ايران له اټمي تړون څخه د امريکا پر وتلو انتقاد وکړ او ويې ويل دا پرېکړه منځني ختيځ بې ثباته کولاى شي.
پوتين نن د چين په قينګداو کې د شانګهاۍ د همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې وويل، د چين، روسيې او په منځنۍ اسيا کې د پخواني شوروي اتحاد د شپږو جمهوريتونو، هند او پاکستان په ګډون د دغه سازمان غړي هېوادونه د دې اقدام له کبله چې ولسمشر ټرمپ تېره مياشت اعلان کړ، اندېښمن دي.
د روسيې ولسمشر پوتين وويل، کرمېلېن به له ايران سره د ٢٠١٥مېلادي کال موافقې د مکلفيتونو درناوي ته ادامه ورکړي.
د ايران ولسمشر حسن روحاني پرون په دې سرمشريزه کې وويل، روسيې پر اټمي تړون په سلا کېدو کې مهم نقش لوبولى:
"روسيې پر دغه مهم اټمي تړون په سلا کېدو کې رغوونکى رول لوبولى د ايران او ګاونډي لوى هېواد روسيې اړيکې ورځ په ورځ په پراخېدو دي."
د دې موافقې له مخې د نړيوالو بنديزونو د کمېدو په بدل کې د ايران د يورانيمو پر غني کولو محدوديتونه لګول شوي دي.
دغه اټمي تړون پاتې لاسليکوونکي دي بريتانيا، فرانسه، روسيه، چين او جرمني چې دغه تړون ته ژمن پاتې شوي او ويلي يې دي، درناوى به يې کوي.