د روسیې يوې محکمې د کريميا پنځه تاتار فعالان په ګډوډۍ تورن کړل
په کريمیا کې د روسیې يوې محکمې د کريميا پنځه تاتار فعالان د ۲۰۱۴میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې په ګډوډۍ جوړولو تورن وپېژندل.
دوی ته د درې نيمو او څلور نيمو کلونو د تعليقي بند سزا واورول شوه.
د روسیې تر کنټرول لاندې کريميا په پلازمېنې سمفروپول کې دغې محکمې نن سې شنبه دا سزاوې واورولې.
دغو پنځو کسانو د ۲۰۱۴میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د دولتي ودانيو مخې ته په لاريون کې ګډون کړی و.
دوی په ۲۰۱۵میلادي کال کې ونيول شول او د روسي ادارو له خوا تورن وپېژندل شول.