مسؤلین: د اورښتونو د نشتوالي له کبله سږکال د کندز د غنمو حاصل کم و
د دوی په وینا چې د کندز د خلکو ۸۰ سلنه اړتیا د للمي ځمکو غنمو پوره کوله، خو سږکال د اورښتونو د نه اورېدو له کبله په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره هکتاره للمي ځمکو حاصلات له منځه تللي.
له دې سره یوشمېر بزرګران بیا وايي چې د بې وخته اورښتونو له کبله د دوی د ابې ځمکو د غنمو کښتونه یوه اندازه زیانمن شوي دي.
کندز د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د هېواد له کرنېزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې پکې ۲۳۳ زره هکتاره ابي او څه باندې ۱۰۰ زره هکتاره للمي ځمکه موجود ده او د دغه ولایت زیات شمېر خلک پر کروندګرۍ او مالدارۍ بوخت دي.