د «S-400» سیسټم پېرلو په اړه ترکیې ته د امریکا خبرداری
![د «S-400» سیسټم پېرلو په اړه ترکیې ته د امریکا خبرداری](https://gdb.rferl.org/9D418593-783E-476B-86D7-530F63348A94_w800_h450.jpg)
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت يوه عالي رتبه چارواکي ويلي، ترکیې ته خبردارى ورکړل شوى تر هغو چې له روسيې د ميزاييلو S-400 ډوله دفاعي دستګاه له رانيولو تېر نه شي، د F-35 ډوله جنګي الوتکو د رانيولو پلان به يې له خطر سره مخامخ شي.
د اروپا او اسيا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویس میچیل پرون د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وويل، که ترکیه چې د ناټو متحده ده له روسیې د دافع هوا سیسټم وپيري، د روسیې پر دفاعي سکټور د امریکا له لګول شويو بنديزونو به سرغړونه وکړي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي که ترکيه دا سیسټم له روسیې واخلي د امریکا F-35 ډوله جنګي الوتکې نه شي ترلاسه کولی.
د امریکا په کانګرس کې پر ترکیې د اف ۳۵ ډوله الوتکو د نه خرڅولو موضوع مطرح شوې ده.
ترکي چارواکو تازه د امریکا د دې ګواښ په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تېره اوونې د ترکیې دفاع وزیر نورالدين جانیکلي د امریکا غوښتنه چې ترکیه له روسیې د هوايي دفاع S-400 ډول سیسټمونه ونه پیري، یو" بلک مېل" یاد کړ او رد یې کړه.
هغه وویل ترکیه د ناټو د غړې په توګه ټولو ژمنو ته ولاړه ده او له امریکا د F-35 ډوله جټ الوتکو پروخت رسېدو ته په تمه ده.