روسیه وايي په سوریه کې نامعلوم شمېر بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي
د روسيې پوځ وايي، د سوريې په لويديځ کې يې حميميم پوځي اډې ته څېرمه ناپېژندويې بې پېلوټې الوتکې نسکورې کړې دي.
د روسيې خبري اژانسونو د هوايي ځواک د يوه وياند په حواله راپور ورکړى چې نن يې ويلي، د دافع هوا وسلو په مرسته يې دغه ټولې بې پېلوټه الوتکې ويجاړې کړې دي.
د هغه په خبره په دې پېښه کې چې تېر ماښام له تياره وروسته شوې، پوځي اډې يا هم د هغې عملې ته کوم زيان نه دى اوښتى.
دا پر هغه پوځي اډه چې روسيه ورڅخه په سوريه کې د خپلو پوځي عملياتو د عمده مرکز توګه استفاده کوي، د بې پېلوټه الوتکو په مرسته د حملو تازه هڅه ده.
د روسيې پوځ د مې پر ٢٢مه ويلي وو، داسې يوه بې پېلوټه الوتکه يې ويشتلې چې حميميم پوځي اډې ته په نږدې کېدو وه.
په بله پېښه کې د روسيې پوځ په جنورۍ مياشت کې ويلي وو، د ١٣ بې پېلوټه الوتکو له جملې يې ٧ الوتکې ويشتلې او پاتې نورې کښېناستو ته مجبوره کړې وې.
روسيې د ٢٠١٥مېلادي کال له سپټمبر مياشتې راهيسې په سوريه کې پوځي کمپاين پيل کړى دى.