په پروان کې سلګونه زده کوونکي مسموم شوي
په پروان ولايت کې نن د څو ښوونځيو په لسګونو زده کوونکي د سيند اوبو د څښلو له کبله مسموم شوي دي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حمقل نن ازادي راډيو ته وويل:
"د پروان په بېلابېلو سيمو کې چې پنجشېر سيند ورڅخه تېرېږي، زموږ زده کوونکي د مسووميت له پېښو سره مخامخ شوي دي، همکاران مو وايي چې د پنجشنېر سيند اوبه په ځينو موادو ککړې شوي، په هر ځاى کې چې ماشومان ورڅخه ګټه اخلي، مسمومېږي."
د پوهنې وزارت ويلي چې له سهاره څه باندې ٣٠٠ زده کوونکي روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې هغو کورنيو ته چې د پنجشېر سيند ته څېرمه پرتې دي، خبردارى ورکړى چې د سيند له اوبو استفاده ونه کړي.
دغه اداره وايي، د دوى لومړنۍ ارزونه ښيي چې د پنجشنېر سيند د کښته سيمو اوبه د نامعلومو دلايلو له مخې مسمومې شوي چې کبان يې هم له کبله ناروغ او مړه شوي دي.