د پاکستاني پوليسو په عملياتو کې ١٧ مشکوک کسان نيول شوي
د پلټنې دغه عمليات د هغو کسانو د موندلو لپاره پيل شوي چې په شمالي سيمه ګلګت بلتستان کې د ١٢ ښوونځيو په سوځولو تورن دي.
د ګلګت بلتستان په ديامير سيمه کې پر ښوونځيو دغه حمله د تېرې جمعې پر سهار شوې وه.
د سيمې د محلي ادارې يوه وياند فيض الله فراق نن ازادي راډيو ته وويل، د مشکوکو کسانو د نيول کېدو لپاره د پوليسو عمليات پرون پيل شوي چې اوس هم روان دي:
"دا د خپل ډول له مخې تر ټولو سخت عمليات دي. ټولې لارې تړل شوي او ورباندې کنټرول سخت شوى دى. د لټون عمليات ډېر شديد دي. پر هغو کورونو او سيمو چې شک کېږي مشکوک کسان به په کې پټ وي، چاپې اچول شوي دي. له نيول شوېو کسانو تحقيقات روان دي."
پوليس وايي، د ښوونځيو د سوځلو پېښه تنظيم شوى عمل و.
پر ښوونځيو په حمله کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځکه د پېښې پر مهال تړلي وو.