چین: په افغانستان کې پوځي اډه نهجوړوو
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هووا چون یینګ خبریالانو ته وویل، پیکېنک نه مخکې او نه اوس داسې کوم پلان لري.
ده زیاته کړه:
"په راپور کې ویل شوي دي چې چین په افغانستان کې روزنیزه اډه جوړوي او هلته خپل سرتېري استوي. د اډې د جوړولو لپاره هېڅ پلان نهشته او دا خبر هېڅ حقیقت نهلري. نو په دې اړه چې هر خبر خپرېږي ،طبعاً دروغ به وي."
د هانک کانک یوې ورځپاڼې له دې مخکې راپور ورکړی و چې چین د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره یوه اډه جوړوي چې چینايي سرتېري به هم پهکې مېشت شي.