په جرمني کې محکمې یو ځوان کډوال په اته نیم کاله بند محکوم کړی
دا کس د خپلې پخوانۍ جرمنۍ ملګرې چې ۱۵ کلنه وه، د وژنې په جرم په زندان محکوم شوی دی.
د وژنې دا قضیه په جرمني کې ښې اړخي ګوند د کډوالو پر ضد خپل انتخاباتي کمپاین کې وکاروله.
د دې افغان لومړی نوم عبدل ښودل شوی، خو دوهم نوم یا تخلص یې نه دی په ډاګه شوی.
نوموي اعتراف کړی چې پر خپله جرمنۍ ملګرې یې د ډیسمبر په میاشت کې په یوه درملتون کې د چاقو برید کړی او هغه یې وژلې ده.
څارنوالان وايي، وژل شوې نجلۍ دا هلک خوشې کړی او نوموړي له حسادته پر هغې برید کړی دی.