چارواکي: په بادغیس کې یوه پنځه کسیزه وسله واله ډله نیول شوې
امنیتي چارواکي وايي، د دې وسله والې ډلې هدف پر حکومتي کارکوونکو بریدونه وو.
د بادغیس د پولیسو ویاند نقیب الله امیني وايي، دې کسانو څو ورځې مخکې ددې ولایت د استيناف محکمې یو کارکوونکی د قلعه نو په ښار کې وژلی و.
د نوموړي په وینا، دې کسانو د قلعه نو ښار په ګڼو نا امنیو او د وژنو په پېښو کې لاس درلود او له طالبانو سره یې اړیکې لرلې.