ناتو په افغانستان کې دیوه امریکایي سرتیري دوژل کیدو خبر ورکوي
په هغې خبرپاڼه کې چې ناتو خپره کړې ویل شوي چې په دغه پیښه کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې پیښه شوې یوبل امریکایي سرتیری پکې ژوبل شوی دی.
د وژل شوي او ټپي شوي سرتیري نومونه ندي په ډاګه شوي او داهم ندي ویل شوي چې دغه پیښه په کومه سیمه کې شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت هم پرته له دې چې په دې اړه نورجزیات ورکړي وایي چې په دې اړه پلټنه کوي.
دا په روان ۲۰۱۸ م کال کې شپږم امریکایي پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.